يونسکو د مزارشریف د حضرت علي تاریخي زیارت د زيانمني سوي ودانۍ د ترميم له پاره ارزونه کړې ده؛ ترڅو د اوښتو زیانونو کچه او د ساتني اړتیاوي ئې معلومي کړي.
یونسکو په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، دغه ارزونه د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت او د نړۍوالو همکارو سازمانونو په مالي ملاتړ ترسره سوې ده.
د ياد سازمان په وینا، متخصصانو د ودانۍ د جوړښتي ټینګښت ارزونه کړې، د بیارغوني او ساتني لومړیتوبونه ئې مشخص کړي او د بېپیلوټه الوتکي په وسیله ئې د يادي تاریخي ودانۍ اوسنی وضعیت هم ثبت کړی دئ.
د یونسکو په خبره، راټول سوي تخنیکي معلومات به د دې تاریخي ودانۍ د ساتني او بیارغوني له پاره د راتلونکو عملي پلانونو بنسټ جوړ کړي.
د یادوني وړ ده چي د مزارشریف په ښار کي د حضرت علي د زیارت ځیني برخي د ۱۴۰۴ کال په زلزله کي زیانمني سوي وې. سره له دې چي فرهنګي فعالانو څو ځله له ط..البانو د دې ودانۍ د بیارغوني غوښتنه کړې، خو تر اوسه په دې برخه کي کوم عملي اقدام نه دئ سوی.