ټاکل سوې ده چي د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی سبا پنج شنبه کابل ته سفر وکړي.
سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه پلاوي کي به یو شمېر روسي سوداګر او پانګهوال هم شامل وي.
د سرچینې په وینا، د دغه سفر موخه له افغانستان سره د سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا او د سوداګرۍ او پانګوني د پراختیا له پاره د فرصتونو ارزول دي.