پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چي د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله تر اوسه دواړو هیوادونو سوداګرو ته له ۲۴۰ میلیونو ډالرو زیات مالي زیان اوښتی دئ.
د راپورونو له مخي، د دروازې بند پاته کېدل هره ورځ شاوخوا دوه میلیونه ډالر تاوان د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته اړوي. دغه لاره د ۲۰۲۵م کال په اکتوبر کي د ط..البانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتي وروسته وتړل سوه او تر اوسه نه ده پرانیستل سوې.
تر بندېدو مخکي به هره ورځ نژدې لس زره کسان او د ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ پوري باروړونکي او مسافر وړونکي موټر له دې لاري تېرېدل، خو اوس سوداګري او تګ راتګ په بشپړ ډول درېدلي دي.
پاکستاني چارواکي وایي چي له ط..البانو سره سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن سوي او ډېری معاملې په ټپه ولاړي دي. بل لور ته، د ط..البانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چي له پاکستانه د درملو واردات په جدي ډول منع سوي او هر څوک چي دا توکي په قاچاقي ډول هیواد ته راوړي، قانوني چلند به ورسره وسي.
سوداګر اندېښنه څرګندوي، چي که وضعیت همداسي دوام وکړي، نو زیانونه به نور هم زیات سي او د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکي به لا پسي کمزوري سي.