په اسلام‌اباد کي د ط..البانو سفیر سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان له نوي مشر نوريکو تکاګي

په اسلام‌اباد کي د ط..البانو سفیر سردار احمد شکیب د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان له نوي مشر نوريکو تکاګي سره د افغان کډوالو پر وضعیت او افغانستان ته د هغوی د ستنېدو په اړه خبري کړي دي.
په پاکستان کي د ط..البانو سفارت وايي په دې لیدنه کي له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو، د هغوی د حقونو د خوندیتوب او د مرستو او اړینو خدمتونو د برابرولو په اړه بحث سوی دئ.
شکیب ویلي، د ط..البانو حکومت د خپلو امکاناتو په کچه د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدني هڅي کوي.

نوموړي زیاته کړې، له پاکستانه د افغان کډوالو له ډلي ۸۵ تر ۹۰ سلنه بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *