د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په یمن کي پر حدیده بندر او څو نورو سیمو هوايي بریدونه کړي، چي ورسره هممهاله حوثیانو د سعودي عربستان پر جده بندر او مهمو تاسیساتو د برید ګواښ کړی دئ.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخي، دغه ایتلاف ویلي چي په دغو بریدونو کي د وسلو د قاچاق مرکزونه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو تاسیسات او پوځي زېرمتونونه په نښه سوي دي.
بلخوا، حوثیانو ادعا کړې، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د ایتلاف په بریدونو کي ۴۱ کسان وژل سوي دي.
دوی همداراز د سعودي عربستان پر جده بندر، د جیزان پر بندر او ځینو نورو مهمو تاسیساتو د برید خبرداری ورکړی دئ.
حوثیانو همداراز د سعودي عربستان هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چي د دغه هیواد هوايي حریم به د دوی د احتمالي عملیاتو هدف وي.