د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان د حکومت څخه غوښتي، چي د دغه ګوند د کسانو پر ضد د اقداماتو څخه دي لاس واخلي.
هغه ويلي، چي ګوند ئې د پاکستان د حکومت سره د سياسي مبارزې له لاري مخ ته ځي او نور به هم خپلي مبارزې ته دوام ورکړي.
هغه ويلي که د پاکستان حکومت د دوی د غړو پر ضد اقدامات ونه دروي سړکونو ته به راوځي او بيا به د پاکستان د حکومت د زندانونو پروا هم و نه کړي
مولانا فضل الرحمان د خپل ګوند د غړو څخه د يوالي او يو موټي کېدو غوښتنه کړې ده.