په افغانستان کي تر ۱۹۳ زیات د ښځو د ملاتړ مرکزونه تړل سوي

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women)، اوچا او بشري موسسو د شمېرو له مخي، سږکال یوازي د بشري مرستو د کمښت له امله په افغانستان کي د تاوتریخوالي قربانیانو ته د خدمتونو تر ۱۹۳ زیات مرکزونه تړل سوي، چي له یو میلیون زیاتې ښځې او نجونې یې اغېزمني کړې.

په افغانستان کي د UN Women ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي: «همدا اوس چي د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطرونه زیاتېږي، هغه خدمتونه چي دوی پرې تکیه کوي د مرستو د کمښت له امله له منځه ځي.»

د UN Women د یوې سروې له مخي، د ۷۴ ښځینه مشرۍ لرونکو موسسو نیمایي یې اټکل کوي چي تر ۲۰۲۷ کال د اپرېل پوري به خپل کار ودروي یا به بشپړ وتړل سي، چي په دې صورت کي به شاوخوا ۴۲۷ زره ښځي له اړینو خدمتونو بې برخې سي.

انځور: Wikimedia Commons / ninara (Flickr)، CC BY 2.0 («Burqa in Kabul, Afghanistan»، اګست ۲۰۱۳، ارشیفي/تشریحي انځور).

📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *