په بروکسل کي يو شمېر افغان مېرمنو د اروپا د پارلمان مخ ته د اعتراض په ډول راټولي سوي وې.
هغوی په افغانستان کي د ښځو پر ازادۍ او د افغان نجونو پر زده کړو ټينګار کړی.
دغو افغان مېرمنو ويلي چي په افغانستان کي د ټولو نجونو پر مخ دي د ښوونځيو دروازې خلاصي سي؛ ترڅو د هلکانو ترڅنګ افغان نجوني هم زده کړي وکړي.
هغوی پر اروپايي ټولني او نړۍوالو ږغ کړی، چي پر ط..البانو فشار زيات کړي، ترڅو افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
بايد وويل سي، چي تېره ورځ په افغانستان کي ۱۴۰۵ ښوونيز کال په رسمي ډول پيل سو؛ خو افغان نجونو ته بيا هم د زده کړو اجازه نه ده ورکول سوې.