په جاپان کي د افغانستان سفارت، چي لا هم د پخواني حکومت چارواکي ئې اداره کوي، خبر ورکړی چي د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مي وروسته به خپل ټول کارونه وځنډوي.
د ياد سفارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دا پرېکړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت سره تر سلا مشورو وروسته سوې او دواړو خواوو ورباندي موافقه کړې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي د سفارت سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او قونسلي خدمات به تر بل امر پوري متوقف وي.
بايد وويل سي چي تر اوسه د ط..البانو حکومت د يادي موضوع په اړه څه نه دي ويلي.