په جرمني کي د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر پر ضد یو شمېر مدني او د بشري حقونو فعالانو د جمعې په ورځ په بُن ښار کي د جرمني د کډوالۍ او پناه غوښتني فدرالي ادارې بامف مخ ته اعتراض وکړ او له برلین څخه ئې وغوښتل چي افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د شړلو پرېکړي ودروي.
اعتراض کوونکو ټینګار وکړ چي افغانستان د ط..البانو تر واکمنۍ لاندي خوندي هیواد نهدئ او د پناه غوښتونکو د اېستلو پالیسۍ باید د بشري حقونو خلاف ونه کارول سي. دوی همداراز د جرمني د حکومته وغوښتل چي له ط..البانو سره هر ډول اړیکي او همغږي پای ته ورسوي.
دغه لاریون «له طالبانو سره همکاري مه کوئ» تر نوم لاندي تنظیم سوی و او ګډونوالو په کښي شعارونه ورکول چي د افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ دئ.
دا اعتراض وروسته له هغه ترسره سو چي د جرمني زېډ ډي اېف ټلوېزیون په یوه راپور کي ويلي، چي ښايي د ط..البانو یو استازی د بُن ښار د بامف په دفتر کي د هغو افغانانو د هویت د تثبیت په بهیر کي ښکېل وي، چي جرمني غواړي افغانستان ته ئې واستوي.
د راپور له مخي، جرمني چارواکو په منظم ډول د ط..البانو یو استازی د بامف اړوند ودانۍ ته وربللی، څو د اېستل کېدونکو افغانانو هویت تایید او د هغوی د سفر اسناد بشپړ کړي.
بلخوا د جرمني د کورنیو چارو وزارت د یاد راپور په غبرګون کي ویلي، د دغو لیدنو ترسره کېدل په دې معنا نهدي چي ط..البانو ته دي په جرمني اداره کي رسمي دفتر یا استازولي ورکړل سوې وي.
وزارت زیاته کړې، هغه برخه چي یادي مرکې په کښي ترسره کېږي د عامو مراجعینو له ساحې جلا ده او د امنیتي او اداري دلایلو له مخي د همدې کار له پاره کارول کېږي.