په غزني ولايت کي د هيله څرک په نوم يوې خصوصي راډيو امتحاني نشرات پيل کړي

په غزني ولايت کي د هيله څرک په نوم يوې خصوصي راډيو امتحاني نشرات پيل کړي.
د يادي راډيو مسئولينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تر امتحاني نشراتو وروسته به په رسمي ډول نشرات پيل کړي.
د هغوی په خبره چي دغه راډيو په پښتو او درې ژبه نشرات کوي.

بايد وويل سي چي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم پر رسنيو او خبريالانو سانسور ډېر سوی، چي رسنۍ په ازاد ډول فعاليت نه سي کولای.