په ملګرو ملتونو کي د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کي ادعا کړې چي افغانستان یو ځل

په ملګرو ملتونو کي د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کي ادعا کړې چي افغانستان یو ځل بیا د ګڼو ترهګرو ډلو له پاره په امن ځای بدل سوی او دغه ډلي په دغه هیواد کي له هر ډول مجازات څخه په خوندیتوب کي فعالیت کوي.
افغانستان د وضعیت څېړلو په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې غونډه کي، د پاکستان استازي وویل چي ترهګري د افغانستان د ستونزو اصلي ريښه ده. نوموړي ادعا کړې، چي په تېرو درو کلونو کي د افغانستان له خاوري د سوو بېلابېلو بریدونو له امله تر ۴۷۰۰ ډېر کسان په پاکستان کي وژل سوي دي.
عاصم افتخار احمد په وينا د ط..البانو لخوا د ترهګرو ډلو په ښکاره ډول نه غندل پخپله د دې ښکارندویي کوي چي هغوی د دغو ډلو ملاتړ کوي.

بلخوا، د ط..البانو حکومت تل د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي او ویلي ئې دي، چي هېچا ته اجازه نه ورکوي چي د افغانستان خاوره د بل هیواد پر وړاندي وکاروي. د هغوی په وینا په پاکستان کي ناامني د دغه هیواد کورنۍ مسله ده او اسلام‌اباد باید خپلي امنیتي ستونزي د خپلي خاوري په دننه کي حل کړي.