په پنجاب کي پر سټېج سندرو بنديز او د اخلاقي وضعيت جنجال
په دې وروستيو کي د پاکستان د پنجاب ايالت حکومت د يو رسمي نوټيفيکېشن له لاري پر ۱۳۲ «غير اخلاقي» او «ذو معنی» «جنسي اشاره» سندرو د سټېج او تياتر پر اجرا بنديز ولګاوه. د جنورۍ پر ۲۳مه خپور سوي دې حکم کي ويل سوي چي يادي سندري به نه يوازي په عامو مېلو، بلکي په خصوصي او تجارتي محفلونو کي هم نه ږغول کېږي، او چارواکي مکلف دي چي د دې پرېکړې پر تطبيق سخت څار وکړي.
د حکومت په وينا، دا سندري د ټولنيزو ارزښتونو خلاف دي او شعرونه يې جنس پارونکي دي. خو دې پرېکړې پر ټولنيزو رسنيو پراخ غبرګونونه راوپارول. ډېرو کاروونکو پوښتنه وکړه چي که د اخلاقيت د ساتني خبره وي، نو ولي يوازي پر سندرو بنديز لګېږي، حال دا چي په خپله ټولنه کي نور جدي اخلاقي ستونزي هم شته.
په همدې لړ کي، يو شمېر نړيوالو راپورونو د پاکستان، په ځانګړي ډول د پنجاب ايالت، اخلاقي وضعيت تر نيوکي لاندي نيولی دی. د جرمني مشهوري ورځپاڼي «دي وېلت» (Die Welt) په يو راپور کي ليکلي چي پاکستان، له تايلنډ او فليپين وروسته، د ارزانه جنسي تجارت له سترو مرکزونو څخه ګرځېدلی دی.
د راپور له مخي، د پاکستان په پنجاب کي، په ځانګړي ډول د لاهور ښار د «هیرامندي» سيمه، د دې فعاليتونو تر ټولو پخوانی او پېژندل سوی مرکز بلل کېږي. هیرامندي، چي مانا يې «د الماسو بازار» ده، له څه د پاسه درې سوه کلونو راهیسي د نڅا، سندرو او جنسي کاروبار له مرکزونو څخه شمېرل کېږي.
ورځپاڼې زياته کړې چي اوس يوازي هیرامندي نه، بلکي د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کي کوچني د فحاشۍ کورونه او د ماساژ سالونونه هم پراخ سوي دي، چي جنسي خدمات هم وړاندي کوي.
د راپورونو له مخي، په پاکستان کي د هر لس زره کسانو په وړاندي شاوخوا ۵۲ فاحشې موجودي دي، حال دا چي دا شمېر په تايلنډ کي ۴۵ ښودل سوی دی. دا شمېرې د دې هېواد لپاره، چي ځان يو اسلامي او محافظهکار ټولنه بولي، جدي پوښتنې راولاړوي.
که څه هم ځيني کسان دا وضعيت د قومي او مذهبي اقليتونو، او همدارنګه د بهرنيو ګرځندويانو د شتون پايله بولي، خو دا موضوع د پاکستان د دولت او د مسلمان ولس لپاره يوه لويه ټولنيزه او اخلاقي ننګونه ګرځېدلې ده.
يوه بله څېړنه، چي د «ایمانس واګر» له خوا په پاکستان کي ترسره سوې، ښيي چي اخلاقي فساد تر ډېره د جنايي بانډونو له خوا د شخصي فحاشۍ کورونو د زياتېدو له امله پراخ سوی دی.