اسوشیټډ پرس راپورورکړی

اسوشیټډ پرس راپورورکړی، چي د افغان ط..البانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات چي د چين په منځګړيتوب ترسره کېږي؛ نن پنج شنبه به هم دوام وکړي.
د ط..البانو او پاکستان ترمنځ دغه مذاکرات، چي لومړی پړاو ئې تېره شپه د چين په ارومچې ښار کي د دواړو لورو د پلاوو ترمنځ ترسره سوه؛ نن به هم دوام وکړي او تمه ده چي دغه مذاکرات به د اوربند له پاره يو اقدام سي.
چين هڅه کوي چې د وروستيو نښتو وروسته د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ راکم او يو دوامدار اوربند رامنځ ته کړي.

بايد وويل سي، چي د ط..البانو سره د پاکستان د مذاکراتو سره هممهاله پاکستان تېره شپه پر کنړ باندي توغنديز بریدونه کړي وو، چي په کښي اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.