د ايران د خاتمالانبياء مرکزي قرارګاه وياند ابراهيم ذوالفقاري امريکا او اسرائیلو ته په خطاب کي ويلي، چي تاسو د ايران د پراخو او ستراتيژيکو وړتياوو په اړه هېڅ نه پوهېږئ او بايد د هغه تېري بيه ورکړئ چي تاسو پيل کړی دئ.
د دې قرارګاه وياند ويلي، هغه بريدونه چي د دوی پر ضد سوي، بې جوابه نه پاته کېږي او ټينګارئې کړی، چي د جګړې بهير به تر هغه وخته پوري دوام وکړي؛ ترڅو مقابل لوری له سختو پايلو سره مخ سي.
د هغه په خبره چي ايران پراخي پوځي وړتياوي لري او د هر ډول فشار پر وړاندي د مقابلي توان لري.