امريکا په يوه امنیتي خبرتیا کي له امریکايي وګړو غوښتي چي د واشنګټن د حکومت له مرستي پرته د ایران د پرېښودو له پاره دي پلان جوړ کړي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي په ایران کي امنیتي تدابیر سخت سوي، لاري تړل سوي، عامه ترانسپورت ګډوډ سوی او انټرنټ ته د لاسرسي محدودیتونه لا هم دوام لري.
بیانیه زیاتوي، چي د ایران حکومت د ګرځنده تیلیفوني شبکو، ثابتو لیکو او ملي انټرنټ ته لاسرسی محدود کړی او هوايي شرکتونو هم ایران ته او له ایرانه نورو سیمو ته خپلي الوتني محدودي یا لغوه کړي دي.
امريکا د خپلو وګړو غوښتي ، چي سمدستي ایران پرېږدئ او خپلو وګړو ته ئې سپارښتنه کړې، چي د وتلو له پاره داسي پلان جوړ کړئ چي د متحده ایالاتو د حکومت پر مرستي متکي نه وي.
همدارنګه ټینګار سوی، چي که له ایران څخه د وتلو امکان نه وي، امریکايي وګړي دي په خپل استوګنځای یا یوه خوندي ودانۍ کي د پناه ځای مشخص کړي او کافي اندازه خواړه، اوبه، درمل او اړین توکي دي زیرمه کړي.
په بیانیه کي امریکايي اتباعو ته وړاندیز سوی، چي د اړیکو بدیلي لاري دي په پام کي ونیسي او که شرایط خوندي وي، د ځمکي له لاري دي ترکیې یا ارمنستان ته ولاړ سي.