طا.لبانو د بندیزونو په دوام کي دا ځل ورزشي بندیز لګولی دی

طا.لبانو د بندیزونو په دوام کي دا ځل ورزشي بندیز لګولی دی.
د ط.البانو د امربالمعروف وزارت په راتلونکې روژه کي د شپې له طرفه پر هر ډول ورزش بندیز لګولی دی.
د یاد وزارت غړو د ټولو ولایتونو ورزشي مسئولينو ته خبر ورکړی چي په روژه کي د شپې له طرفه د کرکټ او فوټبال په ګډون هيڅ نوع ورزش ته اجازه نسته،او منع دی.

د یاد وزارت دغه امر د ورزشکارانو د سختو غبرګونونو سره مخ سوی،یادو ورزشکارانو د ط.البانو غوښتنه کړې چي نورو کلونو غوندي دا کال هم په روژه کي د شپې له طرفه ورزش ته اجازه ورکړي.