امریکایي ورځپاڼي نیویارک ټایمز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چي سلګونه ځانګړي امریکایي ځواکونه منځني ختیځ ته لېږل سوي دي. دې ورځپاڼي په خپل راپور کي لیکلي چي په منځني ختیځ کي د امریکایي ځواکونو شمېر له ۵۰ زرو څخه اوښتی دئ.
نیویارک ټایمز د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو څرنګوالی ارزوي.
دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې: «ممکن ځانګړي ځواکونه د هرمز تنګي د ساتني له پاره واستول سي.))
ټرمپ مخکي هم له فایننشل ټایمز ورځپاڼي سره په یوه مرکه کي، چي د یکشنبې په ماښام خپره سوې وه، خبرداری ورکړی و چي د امریکا پوځ کولای سي په اسانۍ سره د خارک ټاپو، چي د ایران له مهمو نفتي مرکزونو څخه دی ونیسي.
د خارک ټاپو د ایران تر ټولو لوی نفتي بندرونه په ځان کي لري او د امریکایي بانک جيپي مورګان د راپور له مخي، د ایران نږدې ۹۰ سلنه د خامو تېلو صادرات له همدې ځایه ترسره کېږي.