د بلومبرګ خبري اژانس د راپور له مخي، د امریکا او اسرائیلو جګړه د ایران پر ضد ښايي نړۍ د اټومي وسلو د نوي سیالۍ لامل سي.
د ياد آژانس د راپور پر بنسټ، له شمالي اتلانتیک څخه تر لوېدیځ ارام سمندر پوري حکومتونه په زیاتېدونکي او ښکاره توګه د خپلو اټومي زېرمو د لرلو پر اړتیا بحث کوي.
همدارنګه ځیني هيوادونو چي مخکي ئې د امریکا په اټومي چتر بسنه کوله، په ځانګړي ډول پولنډ او جرمني، د فرانسې له هغه پرېکړي هرکلی کړی چي غواړي خپل اټومي چتر اروپا ته وغځوي.
بلومبرګ اشاره کړې چي امریکا، چي په تاریخ کي یوازینی هیواد دئ، چي اټومي وسله ئې د ملکي وګړو پر ضد کارولې، اوس د اټومي ازموینو د بیا پیل امکان ارزوي.
د اټومي انرژۍ د نړۍوالي ادارې عمومي رئیس، رافایل ګروسي، دې خبري اژانس ته ویلي: ((د ډلهییزو وژنو د وسلو د لرلو احتمال اوس حتی په هغو هيوادونو کي هم په ښکاره توګه تر بحث لاندي دئ، چي مخکي ئې د نه لرلو بشپړه ژمنه کړې وه.))
هغه ويلي چي د اټومي وسلو پراختیا به نړۍ لا خوندي نه کړي، بلکې برعکس به خطرونه زیات کړي. هغه ټینګار کړی چي هیوادونه باید د اټومي وسلو د نه خپرېدو اصولو ته ژمن پاته سي.