بلجیم اعلان کړی، چي د اروپايي ټولني او ط..البانو ترمنځ د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو په اړه د احتمالي خبرو له پاره د ط..الب استازو نومونه د امنیتي ارزوني تر بهیر لاندي نیول سوي دي.
د بلجیم چارواکو ویلي، تر اوسه د ویزې رسمي غوښتنلیک نه دئ ثبت سوی، خو اړوند ادارو لومړنۍ څېړني پيل کړي.
اروپايي ټولنه هڅه کوي، د کډوالو د ستنولو په تړاو له ط..البانو سره خبري وکړي، خو د ط..البانو د نه رسمیت پېژندني له امله د ویزو او سفر موضوع ئې له ستونزو سره مخ ده.
بروکسل ټینګار کړی، چي له ط..البانو سره خبري به د عملي اړتیاوو له پاره وي، نه د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه.