په جرمني کي مېشتو افغانانو د هامبورګ ښار په مرکز کي د یوې اعتراضي غونډي پر مهال په هرات کي د ښځو د نیولو او د هغوی پر وړاندي ئې د ط..البانو اقدامات غندلي.
ګډونوالو د افغان ښځو له حقونو څخه د ملاتړ ترڅنګ د ط..البانو له خوا پر هغوی د محدودیتونو او فشارونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه، چي د دوی په وینا، ښځي ورسره مخ دي.
د غونډي ویناوالو دغه راز زياته کړې، چي د هرات وروستیو پېښو د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کي افغانان اندېښمن کړي دي.
هغوی ټینګار وکړ، چي د افغانستان ښځي، په ځانګړي ډول په هرات کي، د ستونزو او محدودیتونو تر سیوري لاندي ژوند کوي او نړۍواله ټولنه باید د هغوی ږغ واوري.
د غونډي ګډونوالو همداراز له افغان ښځو څخه خپل ملاتړ اعلا کړ او په خبره ئې چي د افغانستان د ښځو د حقونو او ازادۍ د ملاتړ له پاره به خپلو مدني فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د تنظیموونکو په وینا، ټاکل سوې، د شنبې په ورځ هم په هامبورګ کي د افغانانو له خوا یو پراخ لاریون ترسره سي.