د بي بي سي یوې وتلي خبریالي لیس دوسِت د کابل د انټرکانټیننټل هوټل په اړه لیکل سوي کتاب له امله د ښځو د ادبي جایزو په ناداستاني برخه کي لومړی مقام خپل کړ.
دغه جایزه د پنج شنبې په ورځ په لندن کي هغې ته ورکول سوه.
دغي لیکوالي دا کتاب د افغانستان د کلونو کلونو تجربو او راپورونو پر بنسټ لیکلی دئ.
په کتاب کي د هوټل د کارکوونکو، اشپزانو، خدمتګارانو او نورو کسانو د ژوند کیسې بیان سوي دي.
لیکواله وايي، غوښتل ئې د هغو افغانانو ژوند او تجربې نړۍ ته ور وپېژني، چي د جګړو او بدلونونو پر مهال ئې په دغه هوټل کي کار کړی او بېلابېلي پېښي ئې لیدلي وې.