تېره شپه د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د ډيورنډ فرضي کرښي په اوږدو کي په ويش بازار، مازل ګلۍ او لقمان کلي کي د پاکستان پوځ او ط..البانو ترمنځ جګړه سوې ده.
د ځايي خلګو په وينا چي دغي جګړې شاوخوا څلور ساعته دوام کړی.
د ځايي خلګو په وينا چي د تېري شپې په جګړه د پاکستان د پوځ له خوا څلور ملکي کسان وژل سوي او څلور نور ټپيان سوي دي.
ط..البان وايي چي جګړه د پاکستان د لوري په ناڅاپي ډول باندي پيل سوه، چي وروسته ط.. البانو جوابي بريد وکړ.
د هغوی په خبره چي پاکستان پوځ د هاوان مرمۍ د ملکي خلګو پر کورونو غورځولي وو.