د هرات څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي هغه ځوان وفات سوی، چي د تېري دوشنبې په ورځ وسله والو غلو ټپي کړی وو.
د سرچينې په وینا چي دغه ځوان مصطفی نومېدی او څو ورځي وړاندي دهرات ښار په مهتاب جاده کي د وسله والو غلو له خوا په يوه بريد کي ټپي سوی و.
سرچينه زياتوي چي هغه د ژورو ټپونو له امله د جمعې په ورځ سهار ساه ورکړې ده.
دا په داسي حال کي ده چي د هرات ولایت اوسېدونکي د وسله والو غلو د ډېرېدو څخه شکایت کوي.