د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د قطر ته د خپل سفر په اړه ويلي دي، چي په افغانستان کي د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي له پاره د قطر او نړۍوالي ټولني دوامداري هڅي اړیني دي.
ښاغلي بنت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کي ویلي، د دوحې د سفر پر مهال ئې د قطر له چارواکو، افغان فعالانو، د امریکایي پوهنتون له استادانو او محصلینو او په قطر کي له مېشتو دیپلوماتانو سره کتلي دي.
هغه د قطر د حکومت له مرستو قدرداني کړې او ټینګار ئې کړی چي قطر د سولي او بشري حقونو د بهیرونو په اسانولو کي مهم رول لري.
بنت زیاته کړې، چي د قطر دا رول باید جدي ونیول سي، ځکه دا هیواد کولای سي د افغانستان د بشر حقونو وضعیت ښه کولو او تلپاتي سولي ته د رسیدو له پاره مهم اقدامات وکړي.