تېره شپه پاکستان د افغانستان په ختيځو ولايتونو پکتيا، پکتيکا او کنړ کي هوايي بريدونه کړي، چي له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ کسان وژل سوي او ۱۷۰ نور ټپيان دي.
تر دغو بريدونو څو ساعتونه وروسته د ط..البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد دغه بريدونه يوازي غندلي دي.
م.جاهد د پاکستان دغه بريدونه وحشت، جنايت او يرغل بللی دئ.
د هغه په وينا چي د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره تجاوز کړی او په وينا چي دغه بريدونه د نړۍوال اصولو سره په ټکر کي دي.
بلخوا بیا د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ ويلي، چي په افغانستان کي ئې دغه بريدونه د خيبر پښتونخوا، کراچي او بلوچستان د بريدونه په بدل کي کړي دي.
هغه ادعا کړې، چي په دغه بريدونو کي ئې ۲۹ وسله وال وژلي دي.
د يادوني وړ ده، چي د ط..البانو د دفاع وزير روسيې ته تر سفر وروسته په کابل کي د خبريالانو سره د خبرو پر مهال پاکستان ته ګواښ کړی و، چي دا ځل پاکستان افغان خاوري ته په بده سترګه نسي کتلای که ئې د بريد اراده وکړه د سخت غبرګون سره به مخ سي؛ خو د هغه تر دغه ګواښ وروسته دا دوهم ځل دئ چي د پاکستان پوځ پر افغان خاوره بمبار کوي؛ خو ط..البان ئې يوازي د خبرپاڼو په خپرولو سره غندنه کوي.