د افغانستان په ختیځو ولایتونو پکتیکا، پکتیا او کنړ کي د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د مرګژوبلي شمېر زیات سوی او تازه معلومات ښيي چي د وژل سوو کسانو شمېر ۶۵ او د ټپیانو شمېر ۱۷۰ ته رسېدلی دئ.
د راپورونو له مخي، په وژل سوو او ټپیانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
دا بریدونه تېره شپه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ، د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ او د کنړ ولایت د منورې سیمي پر ځینو برخو ترسره سوي دي.
بل لور ته، د پاکستان پوځ ادعا کړې چي په دغو بریدونو کي ئې ۲۹ وسلهوال وژلي دي.