دپاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چودري ادعا کړې، چي افغانستان د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او عملیاتو په مرکز بدل سوی

دپاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چودري ادعا کړې، چي افغانستان د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او عملیاتو په مرکز بدل سوی دئ.
نوموړي دا څرګندوني د سې‌شنبې په ورځ، د جدي په ۱۶مه، د یوې خبري ناستي پر مهال وکړې.
چودري د ۲۰۲۵ کال د امنیتي وضعیت په اړه وویل، چي نړۍوالي ټولني د ترهګرۍ پر وړاندي د پاکستان دریځ درک او تائید کړی دئ.

د هغه په وینا، په تېر کال کي په پاکستان کي ۵ زره او ۳۹۷ ترهګریزي پېښي ثبت سوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخي، له یادو پېښو څخه ۳ زره او ۸۱۱ بریدونه په خیبرپښتونخوا، ۱ زره او ۵۵۷ په بلوچستان او ۲۹ نوري پېښي په بېلابېلو نورو سیمو کي رامنځ ته سوي دي.
هغه زیاته کړه، چي په همدې موده کي ۲ زره او ۵۹۷ وسله‌وال وژل سوي، چي ډېری ئې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کي وو.

د پاکستان د پوځ ویاند همدارنګه وویل، چي د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کي تېر کال ۱ زره او ۲۳۵ امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي وژل سوي دي.
بايد وويل سي، چي تر دې وړاندي د اسلام‌اباد د امنیتي څېړنو مرکز ۲۰۲۵ کال د پاکستان له پاره تر ټولو خونړی کال بللی و.