نن سبا موږ په داسي تاریخي پړاو کي ژوند کوو چي مصنوعي ذهانت یوازي یوه تخیلي مفکوره نه ده، بلکي زموږ د ورځني ژوند

نن سبا موږ په داسي تاریخي پړاو کي ژوند کوو چي مصنوعي ذهانت یوازي یوه تخیلي مفکوره نه ده، بلکي زموږ د ورځني ژوند، اقتصاد او انساني کړنو په اړه بنسټیزې پوښتني راولاړوي. دا موضوع یوازي په یوه ژبه کي نه ده بلکي په بېلابېلو ژبو کي تر بحث لاندي ده؛ واشنګټن، لندن، برلین، بېجینګ او ټوکیو کي دا بحث را ولاړ سوی چي اې اي څنګه د پیسو ګټلو وسیله کړي.
برعکس دا پوښتنه هم عامه سوې چي ایا مصنوعي ذهانت زموږ دندي ختموي او که د انسان لپاره نوي لاري پرانیزي؟
دا پوښتنه یوازي د ټکنالوژۍ د متخصصینو نه، بلکي د عامو خلکو، کاروباریانو، فري لانسرانو، زده‌کوونکو او حتی د کورنیو د ورځنیو خبرو برخه ګرځېدلې ده.

نړیواله نظر ښيي چي د مصنوعي ذهانت کارول له خیالي کارونو ډېر مخ ته تللي دي. په پرمختللو هېوادونو کي AI د ناروغیو په تشخیص، د لګښتونو په کمولو، د ترافیک په تنظیم او د چلند په تحلیل کي اوس عام کارول کېږي. خو په پرمختیايي هېوادونو کي دا ټکنالوژي لا هم د محدودو سرچینو له امله تر ډېره یوازي د بحث موضوع ده.
سره له دې ستونزو، حقیقت دا دی چي مصنوعي ذهانت نن یوه داسي وسیله ګرځېدلې چي پکښي هم وېره سته او هیله هم سته.
وېره ځکه چي خلک د خپلو کارونو د له لاسه ورکولو اندېښنه لري، او هیله ځکه چي دا ټکنالوژي کولی سي نوي فرصتونه رامنځته کړي.

اصلي حقیقت دا دی چي مصنوعي ذهانت د انسان د ځای ناستې لپاره نه دی، بلکې د انسان د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره دی. نړۍ ته تر اوسه داسي AI نه دی راغلی چي خپلواکه شعور ولري. فقط دا پروګرامونه دي، نه انسانان.
دوی ژباړه کوي، ډیزاین جوړوي، بازارموندنه کوي او انلاین کاروبار پرمخ وړي، خو خپله پرېکړه نسي کولای.
هغه خلک چي له مصنوعي ذهانت څخه سمه استفاده کوي، کولای سي له همدې لاري پیسې وګټي؛ لکه د محتوا تولید، ډیجیټل بازارموندنه، ژباړه، ډیزاین، د معلوماتو تحلیل او انلاین خدمات او نور…

که موږ مصنوعي ذهانت د خطر پر ځای د فرصت په سترګه وګورو، نو دا به زموږ د راتلونکي لپاره یوه مهمه وسیله وګرځي، نه یو ګواښ!
دا خبره روښانه کېږي چې په امریکا او اروپا کي مصنوعي ذهانت تر ټولو ډېر د موادو د چمتو کولو، ډیجیټل بازارموندني، ډیټا د تجزیې او ای-کامرس په برخو کي کارول کېږي. په ځانګړي ډول په جنوبي اسیا کي فري لانسران د AI له لاري په نړیواله کچه کار کوي. په افریقا کي ځوانان د AI په وسیله د کم لګښت ډیجیټلي خدمتونه وړاندي کوي او د خپل عاید سرچینې پیاوړي کوي، ځکه AI د موضوعاتو جغرافیایي محدودیتونه له منځه وړي دي.
د موادو د چمتو کولو له پلوه، نن سبا مصنوعي ذهانت د نړۍ له ټولو صنعتونو سره تړاو لري. وېب‌سایټونه، بلاګونه، انلاین سټورونه او ټولنیزي رسنۍ هره ورځ تازه موادو ته اړتیا لري. AI دا کار ډېر چټک او اسانه کړی دی، خو انساني پوهه او تجربه لا هم وروستۍ پرېکړه کوي.

نن نړۍ د داسې خلکو غوښتنه لري چي د AI له تیار سوو موادو څخه غوره استفاده وکړي، هغه سم کړي، په خپل شرایطو او د اړتیا له مخه یې برابر کړي. همدا ډول د ډیزاین او څېړني په برخه کي هم AI نوې لاري پرانیستي دي، لکه د انځور جوړول، ګرافیک، اعلانونه او بازارموندنه.
په تعلیمي او څېړنیزو برخو کي هم AI نوې اسانتیاوي رامنځته کړي دي. زده‌کوونکي او څېړونکي کولای سي له دې ټکنالوژۍ څخه د معلوماتو د راټولولو، تحلیل او د مفکورو د پراختیا لپاره ګټه واخلي. البته AI د انسان ځای نه نیسي، بلکي د انسان مرسته کوي.
په دې وخت کي چي بې‌روزګاري زیاته سوې او لګښتونه هم لوړ سوي دي، همدا ټکنالوژي پرمختیايي هېوادونو ته یو نوی فرصت برابروي، څو هغه ځوانان چي فني مهارت لري، د نړیوال بازار لپاره کار وکړي.

ویډیو او ټولنیزو رسنیو هم د AI له امله لوی بدلون موندلی دی. یوټیوب، ټک ټاک او انسټاګرام کي خلک د AI په مرسته ویډیو ایډیټ کوي، سرلیکونه او مواد چمتو کوي. همدا هغه خلک دي چي له دې لارې عاید تر لاسه کوي.
له همدې امله، هغه څوک چي نن له AI سره ځان بلد کړي، سبا به د بازار اړتیاوو ته ښه ځواب ویونکی وي.
د افغانستان ځوان کهول ته په کار ده چي د آي اې په ځير ټيکنالوجۍ له نوي پروګرامونو ګټه واخلي او د خپل ژوند د ښه کولو لپاره يې ډېره وکاروي.