د آلمان د کورنیو چارو وزات ويلي چي د پنج شنبې په ورځ ئې يو افغان د جرم په تور د آلمان څخه اخراج کړی او په کابل کي ئې ط..البانو ته تسليم کړی دئ.
دآلمان د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي چي دغه افغان ئې په یوه پلان سوي پرواز کي له مونیخ څخه کابل ته انتقال کړی دئ.
دا سږ کال دویم ځل دئ چي یو مجرم افغان کډوال له آلمان څخه افغانستان ته اخراجېږي. د آلمان د کورنیو چارو وزير الکساندر دوبرینت، ویلي باید د مجرمانو اخراج یوه دایمي پروسه سي او هر مهاجر چي جرم وکړي باید آلمان پرېږدي.
یاده دي وي چي مخکي به آلمان د قطر په منځګړیتوب مجرمان افغانستان ته اخراجول، خو اوس له دې وروسته چي ط..البان په مونیخ او برلین کې سیاسي استازي لري، دا پروسه په مستقیم ډول ترسره کېږي.