د تازه شمېرو له مخي، شاوخوا ۳.۷ میلیونه هغه ماشومان چي عمرونه ئې له پنځو کلونو کم دي

د تازه شمېرو له مخي، شاوخوا ۳.۷ میلیونه هغه ماشومان چي عمرونه ئې له پنځو کلونو کم دي، په افغانستان کي د شدیدي خوارځواکۍ سره مخ دي.
ای ار سي وايي چي د دغو ماشومانو د دریمي برخي وضعیت ډېر خراب بلل سوی دئ.
همداراز دغي ادارې اټکل کړی، چي په ۲۰۲۶ کال کي به له ۱.۲ میلیونه زیاتي امیندواري مېرمني او شیدي ورکونکي ښځي هم د خوړو د کمښت له امله له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ سي.

د IRC مشره، لیزا اوون، وایي چي د نړۍوالو بشري مرستو بوديجه کمه سوې او دا کار په افغانستان کي د مرستو رسولو ظرفیت سخت کم کړی دئ. هغې زیاته کړې: «سخت ژمی راغلی او زیاتي کورنۍ د لوږي له خطر سره مخ دي. د مرستو بوديجې کمېدل، په ځانګړي ډول د امریکا له لوري، زموږ مرستي دوه پر درې برخي پوري راکمي کړي دي. دا د هغو میلیونونو خلګو له پاره د خطر زنګ دئ چي پر دغو مرستو پوري تړلي وو.»
په راپور کي همداراز ویل سوي چي له ایران او پاکستان څخه د نژدې درې میلیونه افغان مهاجرو راستنېدل، اقتصادي ستونزي، وچکالۍ او طبیعي پېښي د افغانستان پر محدودو سرچینو سخت فشار راوړی دئ.
دغه سازمان ويلي که نړۍوالي مرستي ژر زیاتي نه سي، د میلیونونو افغانانو ژوند به له جدي خطر سره مخامخ سي.