د اسرائیلو پوځ اعلان کړی

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چي د لبنان له پولي سره نژدې د حزب‌الله له لوري د توغول سوي راکټ له امله د دغه هیواد پنځه سرتېري ټپیان سوي دي.
د پوځ په وینا، دا راکټ د لبنان له خاوري توغول سوی او د اسرائیلو د پوځ پر یوې پوستې لګېدلی دئ.
د پېښي له امله ټپي سوي سرتېري روغتون ته لېږدول سوي او د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل سوی دئ.

د راپورونو له مخي د برید وروسته د اسرائیلو پوځ په سیمه کېي امنیتي تدابیر سخت کړي.