د بریتانیا لومړي وزیر کير سټارمر د فرانسې، جرمني او ایټالیا له مشرانو سره په ټلیفوني خبرو کي د سیمي د وروستیي امنیتي وضعیت په اړه بحث کړی دئ.
د بریتانیا د حکومت د معلوماتو له مخي، سټارمر په دې خبرو کي اروپایي مشرانو ته د بریتانیا له لوري د نیول سوو دفاعي اقداماتو په اړه معلومات ورکړي دي.
په خبرو کي د سیمي پر روان وضعیت اندېښنه څرګنده سوې او د ایران وروستي بریدونه غندل سوي دي.
همدارنګه هغوی د يادو خبرو پر مهال د ډیپلوماټیکو او پوځي همغږیو پر دوام ټينګار کړی دئ.