د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له امریکا غوښتي

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له امریکا غوښتي، چي پر ترکیې د اف-۳۵ جنګي الوتکو او د هغو د پرزو له خرڅولو څخه ډډه وکړي.
نتانیاهو ویلي، که ترکیه دغو پوځي تجهیزاتو ته لاسرسی ومومي، د منځني ختیځ د ځواک انډول به اغېزمن او د اسرائیلو هوايي برلاسی به له ګواښ سره مخ سي.
دا په داسي حال کي ده، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندي ویلي وو، هڅه به وکړي، چي د ترکیې هغه غوښتني ته چي د اف-۳۵ پروګرام ته د بېرته ورګرځېدو او د الوتکو د پرزو د ترلاسه کولو په اړه وه مثبت جواب ورکړي.

ترکیې په ۲۰۱۹ کال کي د روسیې د اس-۴۰۰ دفاعي سیسټم تر رانيولو وروسته له دغه پروګرامه ایستل سوې وه.