د افغانستان د رسنيو د ملاتړ سازمان(امسو) خبر ورکړی، چي د پيګرد خبري اژانس خبريال جاويد نيازی د ط..البانو د زندان څخه ازاد سوی دئ.
د ياد سازمان په وينا چي جاويد نيازی د تېرو دوو مياشتو راهيسي د ط..البانو په زندان کي بندي وو.
امسو ويلي، چي ط..البان بايد د خپلو زندانونو څخه ټول افغان خبريالان ازاد کړي.
امسو له ط..البانو غوښتي چي په افغانستان کي دي د رسنيو سانسور نور پای ته ورسوي او افغان رسنيو ته دي اجازه ورکړي، چي په خپلواکه توګه د ولس ستونزو او غوښتنو ته انعکاس ورکړي.