د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ازبکستان وارداتي برېښنا د لېږد مزي یو سرکټ د پلخمري–کابل ترمنځ د سختو ورښتونو او توپانونو له امله پري سوي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخي، د یادي ستونزي له امله پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، میدانوردګ، غزني، لوګر، پکتیا، خوست او د بغلان یو شمېر سیمي د برېښنا له کمښت سره مخ دي.
سرچینه زیاتوي، د سالنګ په سیمه کي د سختو ورښتونو له امله تخنیکي ټیمونه لا تر اوسه سیمي ته نه دي رسېدلي او د هوا د عادي کېدو په تمه دي، څو د ستونزي ځای تثبیت او د برېښنا لېږد بېرته عادي کړي.