د ط..البانو د ټولګټو وزارت ويلي، چي د تېرو څو ورځو د پرلپسې واورو له امله د نورستان – کنړ لويه لاره د ټرافیکو پر مخ تړل سوې ده.
ياد وزارت ويلي، چي د دغي لاري د پاکولو چاري ئې پيل کړي او د مسافرو څخه ئې غوښتي چي تر بلي خبرتیا پوري پر دغه لویه لاره تګ راتګ نه کوي.
بايد وويل سي چي د وروستيو واورو او ورښتونو له امله د هيواد يو شمېر لاري د مسافرو پر مخ تړل سوي.