د ط..البانو د ټولګټو چارو وزارت ويلي، چي د سالنګ په دوشاخ سيمه کي پر يوه هوټل او څو دکانونو باندي واوره ښوېدلي ده، چي له امله ئې ۱۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ياد وزارت ويلي، چي په دغه پېښه کي دوه کسان وژل سوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
د ياد وزارت په خبره چي تر واوري لاندي سوي کسان ئې ژغورلي دي.