د‌ ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د‌ ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د وروستيو ورښتونو له امله د دغه ولايت په نازیانو سيمه کي د‌ يوې خوني د نړېدو په پېښه کي يوه کوچنۍ نجلۍ وژل سوي او د هغې مور او پلار ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي ټپيان روغتون ته انتقال سوي او روغتيايي ئې حالت ئې د ډاډ وړ دئ.
دا په داسي حال کي ده چي يوه ورځ وړاندي هم په کندهار د يوې خوني د نړېدو په پېښه کي شپږ کوچنيان وژل سوي وو او دوه کسان نور ټپيان سوي وو.