د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې ويلي، چي د پنج شنبې په ماخستن ئې د جلال اباد ښار په ۱۱ مه امنیتي حوزه کي د ط..البانو يو پوستي ته لاسي بم ورغورځولی، چي له امله درې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د يادي جبهې په خبره چي په دغه پېښه کي د ط..البانو د استخباراتو يو مدير وژل سوی او دوه نور ط..البان ټپيان سوي.
بايد وويل سي چي تراوسه د ط..البانو امنيتي ادارو د افغانستان د ازادۍ د جبهې د‌ دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.