د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي تېره شپه ئې د کندز پر هوايي ډګر راکټي بريد کړي.
د دغي جبهې په وينا چي دغه بريد ئې پر ط..البانو هغه مهال کړی، چي د چورلکي پر شاوخوا راټول سوي وو.
يادي جبهې دغه راز په يوه جلا خبرپاڼه کي ادعا کړې، چي د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کي ئې هم په جګړه کي ۵ ط..البان وژلي او ۱۱ ئې ټپيان کړي.

بايد وويل سي، چي ط..البانو د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.