په ملګرو ملتونو کي د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد ادعا کړې، چي د ط..البانو تر واک لاندي افغانستان کي یو شمېر ترهګري ډلي لا هم خوندي پناهځایونه لري او له دغه هيواد څخه اوس هم ترهګري ډلي فعالیتونه کوي.
نوموړي د امنیت شورا غونډي ته ویلي، د دغو ډلو حضور نه یوازي د پاکستان، بلکي د ټولي سیمي د امنیت له پاره جدي ګواښ بلل کېږي.
هغه په ځانګړي ډول د تحریک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي)، داع.ش، د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د القاعدې اړوند ډلو یادونه کړې او ویلي ئې دي، چي د دغو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي له پاره نړۍوالي همکارۍ ته اړتیا ده.