د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د خپل ازبک سيال عصمت اورگاشیف سره د يوې انلاين غونډي پر مهال

د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د خپل ازبک سيال عصمت اورگاشیف سره د يوې انلاين غونډي پر مهال ويلي، چي اوس مهال په افغانستان کي له دوه زره او ۵۰۰ څخه ډېر د ازبکستان د حکومت ضد وسله‌وال حضور لري.
محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه د يادي انلاين غونډي وروسته دغه څرګندوني کړي وې. هغه ويلي، چي دواړو لورو په افغانستان کي د وسله والو ډلو د فعالیتونو او د سیمي پر امنیت د هغوی د اغېزو په اړه بحث کړی دئ.
محمد صادق زیاته کړې، چي د ازبکستان وسله‌وال مخالفان په افغانستان کي له تحریک ط..البان پاکستان ( ټي ټي پي) وروسته دویمه ستره ډله بلل کېږي. هغه ویلي، د دغو ډلو موجودیت نه یوازي د افغانستان بلکي د ګاونډیو هيوادونو له پاره هم اندېښني راولاړوي.

بايد وويل سي، چي تر دې يوه ورځ وړاندي روسیې هم ويلي و، چي په افغانستان کي شاوخوا ۲۳ زره وسله وال ترهګر د بېلابېلو ډلو تر نومونو لاندي موجود دي.