یو شمېر سوداګر وايي چي د موټرو د نوبت کمېسیون او ګمرکي ستونزو له امله په هرات او فراه بندرونو کي ګڼ بار موټرونه ولاړ

یو شمېر سوداګر وايي چي د موټرو د نوبت کمېسیون او ګمرکي ستونزو له امله په هرات او فراه بندرونو کي ګڼ بار موټرونه ولاړ پاتي دي، چي له کبله ئې په بازارونو کي د لومړنیو خوراکي توکو او درملو بيې لوړي سوي دي.
د هغوی په خبره، د غوړو، وریجو، درملو او نورو اړینو توکو بار موټرونه د نوبت د ځنډ او اداري خنډونو له امله پر وخت نه تخلیه کېږي. سوداګر زیاتوي چې د کمېسیون لوړي کرایې او د نوبت اوږد انتظار لګښتونه بالاخره پر عامو خلګو اچول کېږي.
په ورته وخت کي د اقتصاد د برخي پوهان وايي که دغه ستونزي ژر حل نه سي، ښايي په بازارونو کي د خوراکي توکو کمښت لا زیات سي او بيې نوري هم پورته ولاړي سي

سوداګر د ط..البانو له خوا د موټرو د نوبت د کمېسون د لغوه کېدو غوښتنه کوي.