د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه نړۍوال خبرداري کي له خپلو وګړو غوښتي، چي په ټوله نړۍ، په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کي له احتیاطه کار واخلي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي کېدای سي هوايي حریم د لنډ وخت له پاره وتړل سي، چي له امله به ئې په نړۍوالو سفرونو کي ګډوډي رامنځ ته سي.
ياد وزات ويلي چي د امریکا ډیپلوماټیک تاسیسات، حتی له منځني ختیځ څخه بهر هم، تر ګواښ لاندي دي.
چارواکو خبرداری ورکړی، چي د ایران ملاتړي ډلي ښايي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کي د امریکا اړوند نور ځایونه او ګټي هم په نښه کړي.