فایننشل ټایمز په یوه تازه مقاله کي ويلي، چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ اړیکي خورا خرابي سوي دي.
په مقاله کي ويل سوي، چي اړيکي ئې تر داسي حالت پوري خرابي سوي، چي اوس دواړه هیوادونه د پراخي جګړې په حالت کي دي.
په دې مقاله کي راغلي چي د دواړو لورو ترمنځ نښتو د سلګونو کسانو د وژل کېدو او د لسګونو زرو کسانو د بېځایه کېدو لامل سوی دئ او دا وضعیت په سیمه کي د پراخي بېثباتۍ خطر زیات کړی دئ.
ورځپاڼي زیاته کړې، چي د دې حالت دوام کولای سي د جنوبي او مرکزي اسیا له پاره خطرناکي پایلي ولري او بېړنۍ اړتیا ده چي خبري اتري، نړۍوال منځګړیتوب او د لویو قدرتونو لکه د امریکا متحده ایالاتو او چین مداخله وسي.