د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چي د امریکا د پوځ یوه د تیلو رسوونکې الوتکه د عراق په لوېدیځ کي له رادار څخه ورکه سوې ده.
د یادي قوماندانۍ په وینا، پېښه د ایران پر ضد د روانو عملیاتو پر مهال د امريکايي ځواکونو په هوايي حریم کي رامنځ ته سوې ده.
د معلوماتو له مخي، په دې پېښه کي دوې الوتکي شاملي وې؛ یوه الوتکه له رادار څخه ورکه سوې، خو بلي الوتکي په خوندي ډول ناسته کړې ده.
چارواکو ویلي چي د ورکي سوي الوتکي د موندلو له پاره د لټون او ژغورني عملیات روان دي.