سرچينې: پاکستاني جيټ الوتکو په کابل کي درې ملکي کسان وژلي او ۱۵ نور ئې ټپيان کړي
د کابل څخه ځايي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د جمعې په شپه ناوخته د پاکستان جيټ الوتکو د کابل ښار د پلچرخي په سيمه کي د ملکي خلګو کور بمبار کړی.
د سرچينې په وينا، چي په دغه پېښه کي درې ولسی خلګ وژل سوي او ۱۵ نور ټپيان سوي دي.
بايد وويل سي، چي تېره شپه د پاکستان جيټ الوتکو د کابل ترڅنګ په کندهار او پکتيا کي هم بمبار کړی.