د امریکا ولسمشر وايي

د امریکا ولسمشر وايي، د سپیني ماڼۍ د خبریالانو د مېلمستیا پر مهال د ټکانو پېښه ښايي د ایران د جګړې له انګېزې سره تړاو ونه لري.
ټرمپ دا څرګندوني له پېښي وروسته خبریالانو ته وکړې او په خبره ئې چي تر اوسه داسي شواهد نسته چي بریدګر دي د ایران له جګړې سره تړاو ولري.
هغه په خپل خبري کنفرانس کي ټینګار وکړ: «دا پېښه به زما پر وړاندي د ایران سره په جګړه کي د بریا مخه ونه نیسي.» ټرمپ زیاته کړه چي د پېښي په اړه لا هم څېړني رواني دي او وروستۍ پایلي نه دي اعلان سوي.

امریکايي چارواکي وايي، د پېښي د انګېزې د معلومولو له پاره پلټني دوام لري او تر اوسه د بریدګر د هدف په اړه کره معلومات نه دي خپاره سوي.