د هند رسنيو راپور ورکړی

د هند رسنيو راپور ورکړی، چي د دغه هيواد په اندرا ګاندي نړۍوال هوايي ډګر کي د سويس هوايي شرکت اړوند د يوې الوتکي انجن اور اخيستی، چي له امله ئې شپږ مسافر ټپيان سوي دي.
د هندي چارواکو په وينا چي د الوتکي په انجن کي دغه اورلګېدونه د تخنيکي ستونزو له امله رامنځ ته سوې ده. د هغوی په خبره چي دغه الوتکه د ډيلي څخه زوريخ ته روانه وه، چي دغه اورلګېدونه رامنځ ته سوې ده.
هندي چارواکو دغه راز ويلي، چي د پېښي په تړاو ئې پلټني پيل کړي دي.